د سوریش رېنا د خپلوانو د وژلو په قضیه کې درې کسان نیول شوي

کریکبال وېبپاڼه- د پاتنکوټ د پيښې پړاو چې د هندي کرکټر سوریش رېنا درې نږدې خپلوان پکې وژل شوي وو،ځايي پولیس خبر ورکوي چې درې مشکوک کسان نیول شوي دي.

د پانتنکوټ په پيښه کې د سوریش رېنا د تره په ګډون دوه نور خپلوان وژل شوي وو او یوه ښځه پکې ټپي شوي وه.

ځايي پولیس وايي،د ځانګړو پلټونکي ډلې د څیړنو په پایله کې یاد درې مشکوک کسان د پاتنکوټ سره نږدې د اورګاډي په تم ځای کې نیول شوي دي.

د پولیسو په وینا یادو مشکوکو کسانو سره د ځينو پیسو ترڅنګ دوه د سرو زرو ګوتمۍ هم نیول شوي دي.ځایي پولیس وایي چې یاد مشکوکو غلو لدې وړاندې د هند په څو نورو ښارونو پنجاب،اوتراپردیش او جامو کشمیر کې هم غله ګانې ترسره کړي دي.د دوی په وینا یادو کسانو پخپله جرمونو اعتراف هم کړی دی.

د یادونې وړ ده چې سوريش رېنا د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالیو څخه په یوه ناڅاپي توګه بهر شو،چې ورسره ګڼو مینه والو او د ټيم چارواکو بیلا بیل غبرګونونه ښکاره کړل.

هغه مهال سوریش رېنا د ای پي ایل سيالیو څخه د وتلو لامل شخصي ستونزې یادې کړي وې.

ټاکل شوي چې د ۲۰۲۰ کال دیارلسم پړاو ای پي ایل سيالۍ به د روانې سپټمبر میاشتې په نوولسمه نېټه د چنای سوپر کینکز او ممبۍ انډيانز لوبډلې په لوبو سره پيل شي.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ