ای پي ایل: ار سي بي لوبډله نن ماښام له حیدراباد لوبډلې سره مخ کیږي

کریکبال وېبپاڼه- د ای پي ایل په دریمه لوبه کې نن ماښام سنرایزرس حیدراباد او رویل چیلنجرز بنګلور لوبډله د سيالۍ ډګر ته ښکته کيږي.

دواړه پياوړي لوبډلې دي او دا ځلې ځينې تغیرات هم پکې راغلي دي او هره لوبډله خطرناک لوبغاړي له ځان سره لري.

ار سي بي لوبډلې دا ځلې ارون پېنچ،ډېل سټېن هم اخیستي دي،دوی دا ځلې غواړي چې د ای پي ایل سيالیو اتلوالي خپله کړي.

بنګلور لوبډله تیر کال ای پي ایل کې ونشول کولی چې په ټولو برخو کې ښه وځليږي او د جدول په وروستي مقام کې یې ځای درلوده،خو دا ځلې به دوی هڅه کوي چې په ټولو برخو کې د لوبډلې توازن برابر کړي.

له بلې خوا سنرایزرس حیدراباد لوبډله هم پياوړي لوبډله ده،یاده لوبډلې له ځان سره ښه اټيک بالران او بيټسمیان له ځان سره لري.زیاتره وخت سنرایزرس حیدراباد لوبډله د ار سي بي لوبډلې په وړاندې برلاسي وي،خو دا ځلې ار سي بي لوبډله کې پیاوړي لوبغاړی ځای شوي دي.

ویراټ کوهلي هم پخپلو خبرو کې ویلي چې دا ځلې به دوی ښې لوبې ترسره کوي.

ډيويډ ورنر بیا ويلي،دوی به خپلو لوبغاړو ته اجازه ورکړي چې بریدګره لوبه ترسره کړي او کوم لوبغاړی چې سوځيږي،بل لوبغاړی باید بریدګره لوبه ترسره کړي،ترڅو په بالرانو فشار واچوي.

ورنر او جوني بېرسټو د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې هغه پياوړي اوپنران دي چې د همدې بنګلور لوبډلې خلاف يې تر سلو زیاتو منډو ملګرتیا په اوپنیګ کړي ده.

ددې ترڅنګ سنرایزرس لوبډله دوه افغان لوبغاړي راشدخان او محمد نبي عیسی خېل هم له ځان سره لري.

نبي اوسمهال د ای سي سي د الراونډارنو په رینګ کې په لومړي پوزیشن قرار لري،له بلې خوا د اماراتو پیچونو سره د هغه بلدتیا او همداشان په سي پي ایل سيالیو کې د هغه ښو لوبو ته په کتلو سره داسې احتمال شته چې نوموړی به په لومړی لوبه کې هم ولوبول شي.

دواړه لوبډلې نن ماښام په شپږ نیمو بجو دوبۍ لوبغالي کې یو له بل سره مخ کیږي.

راشدخان تیره ورځ پخپلو خبرو کې ويلي،ویراټ کوهلي په څير یوه پیاوړي لوبغاړي ته بالینګ ترسره کول او د هغه سوځول به د هغه لپاره د ویاړ شیبې وي.

 

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ