افغان کرکټ ډایریکټر رئیس احمدزي په انلاین بڼه کرکټ اسیایي شورا ناسته کې ګډون وکړ

کریکبال وېبپاڼه د افغانستان کرکټ ډایریکټر رئیس احمدزي په انلاین بڼه یا ويډیو کنفرانس له لارې د شپاړلسو دوهمې درجې او پنځو بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو ترمنځ د کرکټ اسيايي شورا په ناسته کې ګډون وکړ.

نوموړي ددغې ویډیو کنفرانس له لارې د پرېزنټیشن په توګه افغانستان کرکټ په ودې او په بيلا بیلو برخو کې د پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل،که څه هم افغانانو د خپل کرکټ د پرمختګ په برخه کې ډيری ستونزې وګاللې،خو بالاخره یې خپله ثمره هم ترلاسه کړي ده. (( له شک پرته هلې ځلې او هدف درلودل ډېری وخت پر رښتیني خوب او لاسته راوړنو تمامیږي چې افغان کرکټ یې یوه ډېره ښه بېلګه ده. افغانانو د خپل کرکټ د پرمختګ او هسکولو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې او ستونزې یې ګاللې دي چې نن یې دا دی ثمره ویني.))

د افغانستان کرکټ ډایریکټر پداسې مهال د کرکټ اسیایي شورا په ناسته کې ګډون کوي چې پدې وروستیو کې شپږیزه کرکټ لیګ په بریالی توګه پای ته ورسيد.

په اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سيالیو کې د زاړو او پخوانیو لوبغاړو په پرتله ځوانو لوبغاړو ښې لوبې ترسره کړې.

د یادونې وړ ده چې اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سيالیو اتلوالي کابل بازانو لوبډلې خپله کړه.په یاده لوبډله کې د نورو لوبډلو په پرتله ډيری ځوان لوبغاړو شتون درلوده.

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ