ممبۍ انډیانز د کلکتې خلاف ۲۹مه بریا هم خپله کړه

کریکبال وېبپاڼه- د ای پي ایل سیالیو په ۳۲مه لوبه کې ممبۍ انډیانز لوبډلې په ډیرې اسانۍ سره د کلته نایټ رایډرز لوبډله په ۸ ویکټو له سترې ماتي سره مخ کړه.

کلکته نایټ رایډرز لوبډلې د ټاس په وهلو سره توپ وهنه غوره کړه او په ټاکلو شل اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په زیان سره ۱۴۸ منډې جوړې کړې.

د کلکتې لپاره توپ وهنه کې زیاتې منډې چټک توپ اچونکي پاټ کمینز جوړې کړې.

نوموړي په ۳۶ توپونو د یوې شپږیزې او ۵ څلوریزو په مرسته (۵۳) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

دا شان د لوبډلې مشر ایون مورګن هم ښه لوبه ترسره کړه او په ۲۹ توپونو سره یې (۳۹) ناسوځیدلي منډې وکړې.

د دوی نور توپ وهونکي په زیاتو منډو جوړولو کې ناکام پاتي شول.

د ممبۍ انډیانز لوبډلې له لوري توپ اچونه کې راهول چهار (۲)،نتن کولټر نایل،بومرا او بولټ (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي هدف په تعقیب کې ممبۍ انډیانز لوبډلې دواړو اوپنرانو روهیت شرما او کوینټن ډي کوک په زړه پورې پیل ورکړ او له دایرې اورونو يې ښه ګټه واخیسته.

روهیت شرما د (۳۵) منډو جوړولو وروسته خپله ویکټ ویکټ ساتونکي ته په کیچ سره شیوام ماوي ته وسپارله.خو ډي کوک خپلې لوبې ته دوام ورکړ او په ۴۴ توپونو سره یې (۷۸) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې او ممبۍ انډیانز لوبډلې ته یې ستره بریا ور په برخه کړه.

د نوموړي په توپ وهنه کې ۹ څلوریزې او ۳ شپږیزې هم شاملې وې.

په وروستیو کې هارډیک پانډیا هم ښه لوبه وکړه او په ۱۱ توپونو یې د ۳ څلوریزو او یوې شپږیزې په مټ ۲۱ ناسوځیدلي منډې وکړې.

پدې بریا سره ممبۍ انډیانز لوبډلې یو ځل بیا د ای پي ایل سیالیو په جدول کې لومړی مقام خپل کړ.

کلکتې لوبډلې بیا د جدول په منځنی برخه کې پاتي شوه او یادې لوبډلې په ۸ لوبو کې څلور ګټلي او څلور یې بایللي دي.

ټاکل شوي ددې سیالیو ۳۳مه لوبه به سبا د راجستان رویلز او ار سي بي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

هیره دې نه وي چې د کلکتې لوبډلې خلاف په ای پي ایل سیالیو کې دا د ممبۍ انډیانز لوبډلې ۲۹مه بریا وه چې دوی یې خپلوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ