عمرګل له هر قسم کرکټ سره مخه ښه اعلان کړه

کریکبال وېبپاڼه- د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پښتون لوبغاړي عمرګل تیره ورځ د پاکستان نېشنل کپ سیالیو پر مهال له هر قسم کرکټ سره د تل لپاره مخه ښه اعلان کړه.

نوموړي وروسته له هغې د هر قسم کرکټ سیالیو څخه د تقاعد اعلان وکړ،چې د دوی بلوچستان لوبډله په نېشنل کپ سیالیو کې د جنوبي پنجاب لوبډلې لخوا له مخکې تګ څخه محرومه کړل شوه.

عمرګل په لومړي ځل ۲۰۰۲ کال کې د پاکستان نوولس کلنو کرکټ لوبډله کې را څرګند شو او وروسته یې په ۲۰۰۳ کال کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته لار ومونده.

د وقار یونس او وسیم اکرم د وتلو وروسته نوموړي ته په لومړي ځل یو ورځنیو لوبو کې، په ۲۰۰۳ کال اپریل میاشت کې د زمبابوې خلاف د لوبو موقع برابره شوه او په ورته کال یې په لومړي ځل ټیسټ لوبه هم د بنګله دېش خلاف ترسره کړه.

نوموړي په ۴۷ ټیسټ لوبو کې ۱۶۳ ویکټې اخیستي او په ۱۳۰ یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۷۹ ویکټې ترلاسه کړي دي.

عمرګل په شل اوریزو لوبو کې د خاصو یارکرو توپونو په ترسره کولو کې خاص شهرت درلود او له همدې کبله په همدې پارمټ سیالیو کې یو ګټور لوبغاړی شمیرل کیده.

نوموړي په ۶۰ شل اوریزو لوبو کې ۸۵ ویکټې ترلاسه کړي وې. له ملینګا،افریدي،شکیب الحسن او راشدخان وروسته شپږم لوبغاړی وو چې په همدې پارمټ کې یې زیاتې ویکټې ترلاسه کړي.

د تقاعد وروسته نوموړي وویل،پدې ویاړي چې د خپل ولایت،د خپلې سیمې او همداشان د پاکستان لپاره یې د کرکټ کیریئر په بریالی توګه پای ته وراسوو.

ډیری مینه والو او کرکټرانو هم نوموړي ته د بریالۍ کرکټ دورې د پای ته رسولو مبارکي هم ویلي ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ