اته هغه لوبډلمشران وپیژنۍ، چې د زیات شل اوریزو لوبو مشري یې کړې

د کرکټ د نړیوالو شل اوریزو لوبو لوبډلمشري تر دې دمه زیاتو لوبغاړو ترسره کړې، خو دلته هغه اته لوبغاړي درپیژنو، چې د زیاتو لوبو لوبډلمشري یې کړې او د خپلو لوبډلو لپاره ښه لوبډلمشران ثابت شوي.

د لوبډلمشرانو د زیاتو لوبو د لوبډلمشرۍ په لومړي سر کې د هندوستان ام اس ډوني دی، نوموړی په ۲۰۰۷ کال کې د خپلې لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو او تر ۲۰۱۶ کال یې دغه چارې مخ ته یوړې.

ډوني د لس کالو لوبډلمشرۍ په موده کې د ۷۲ شل اوریزو نړیوالو لوبو لوبډلمشري وکړه، هند د نوموړي لوبډلمشرۍ کې ۴۱ لوبې ګټلي، ۲۸ یې بایللي، یوه یې مساوي او دوه یې بې نتیجي شوي دي.

تر ام اس ډوني وروسته ویرات کوهلي د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو او تر اوسه دغه چاره مخ ته وړي.

په دویم مقام کې د ایرلینډ ویلیم پارټرفیلډ دی، نوموړی ۲۰۰۸ کال کې د خپلې لوبډلې مشر وټاکل شو او تر ۲۰۱۷ کال پورې یې د ۵۶ لوبو لوبډلمشري وکړه.

د پارټرفیلډ لوبډلمشرۍ کې ایرلینډۍ لوبډلې ۲۶ لوبې ګټلي، ۲۶ یې بایللي او ۴ یې بې نتیجي شوي دي.

په درېیم مقام کې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې اوسنی لوبډلمشر اصغر افغان قرار لري.

اصغر په ۲۰۱۵م کال د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو، د نوموړي تر لوبډلمشرۍ لاندې افغان لوبډلې ۴۹ شل اوریزې نړیوالې لوبې ترسره کړي، چې ۳۹ یې ګټلي، ۹ یې بایللي او یوه لوبه یې مساوي شوې ده.

نوموړی اوس هم د افغان لوبډلې لوبډلمشر دی او د نړۍ تر نورو لوبډلمشرانو یې د بریاوو فیصدي لوړه ده.

څلورم مقام کې ویسټ انډیزی ډیرن سیمي دی، هغه د خپلې لوبډلې لپاره له ۲۰۱۱م کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې د ۴۷ لوبو مشري وکړه.

د نوموړي لوبډلمشرۍ کې ویسټ انډیز لوبډلې ۲۷ لوبې ګټلي، ۱۷ یې بایللي، یوه مساوي او دوه یې بې نتیجې شوې دي.

د انګلستان مورګن پنځم نمبر کې دی، مورګن له ۲۰۱۲ نه تراوسه د ۴۶ شل اوریزو نړیوالو لوبو لوبډلمشري کړې ده، ۲۵ یې ګټلي، ۱۹ یې بایللي او دوه یې مساوي شوي.

شپږم مقام بیا د پاکستان شاهد افریدي سره ده، افریدي له ۲۰۰۹ نه تر ۲۰۱۸ پورې د ۴۴ شل اوریزو نړیوالو لوبو مشري وکړه، د هغه تر لوبډلمشرۍ لاندې پاکستان لوبډلې ۱۹ لوبې ګټلي، ۲۴ یې بایللي او یوه یې مساوي شوې ده.

د نیوزېلېنډ کین ویلیمسن له ۲۰۱۲ کال څخه تر اوسه د خپلې لوبډلې لپاره د ۴۲ لوبو مشري کړې او اووم مقام کې دی.

د ویلیمسن لوبډلمشرۍ کې نیوزېلېنډ لوبډلې ۱۹ لوبې ګټلي، ۲۱ یې بایللي، یوه یې مساوي او یوه یې بې نتیجې شوې ده.

د سویلي افریقا فاف ډوپلیسیس په اتم مقام کې دی، نوموړي له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۹ پورې د ۴۰ شل اوریزو نړیوالو لوبو لوبډلمشري وکړه، د هغه په لوبډلمشرۍ کې یې لوبډلې ۲۴ لوبې وګټلې، ۱۵ یې بایللي او یوه یې مساوي شوې ده.

تر دوی وروسته نېدرلینډي بورین، د هند ویرات کوهلي او د پاکستان سرفراز احمد د ۳۷-۳۷ لوبو لوبډلمشري کړې ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ