نوین الحق:خوښ یم چې یو ځل بیا به ګاینا آمازون لوبډلې لپاره ولوبیږم

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان توپ اچونکي نوین الحق ویلي،خوښ دی چې یو ځل بیا به د ویسټ انډیز په کرابین پریمیر لیګ سیالیو کې د خپلې ګاینا آمازون ورئیرز لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړي.

ګاینا آمازون لوبډلې د ۲۰۲۱ کال کرابین پریمیر لیګ سیالیو د پیل وړاندې خبر ورکړی چې نوین الحق به له دوی سره بیا هم یو ځای وي.

د ګیانا آمازون وریئرز لخوا د نوین الحق د ځان سره ساتلو وروسته پخپله نوین هم د خوښۍ احساس کړی.

نوموړي پخپله انسټګرام پاڼه لیکلي: (( خوښ یم چې یو ځل بیا به په ۲۰۲۱ کال سي پي ایل سیالیو کې له ګاینا آمازون کورنۍ سره یو ځای یم.))

د نوموړي پوسټ ته مجیب ځدراڼ هم رېپلې ورکړي او ورته لیکلي یې دي چې ((مبارک دې وي بچی!))

ددې ترڅنګ پخواني لوبغاړي کریم صادق هم نوین الحق ته مبارکي ورکړي ده.

ټاکل شوي چې د ۲۰۲۱ کال کرابین پریمیر لیګ سیالۍ به د سپټمبر په څلورمه نېټه پیل چې د اکتوبر تر دوولسمې نېټې به دوام وکړي.

تیر کال یاد لیګ د کرونا له کبله په کم وخت کې بې له تماشچیانو ترسره شو،دا ځلې ویل کیږي چې یاد لیګ کې به تماشچیانو ته هم اجازه ورکړل شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ