د کریس ګېل د (۸۴) ناسوځیدلو منډو په مټ ابوظبي ستره بریا خپله کړه

کریکبال وېبپاڼه- د ابوظبي ټي ټين لیګ سیالیو کې نن د کریس ګېل د بیټینګ ورځ وه او نوموړي د تیرو لوبو ټول د زړه بړاس په ننۍ لوبه کې د ماراټه عربیانز لوبډلې خلاف وباسه.

نوموړي په ۱۲ توپونو نیمه سلیزه او په ۲۲ توپونو یې (۸۴) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

د نوموړي توپ وهنه کې (۹ ) شپږیزې او (۶) شپږیزې شاملې وې.

لدې وړاندې ماراټه عربیانز لوبډلې لومړی توپ وهنې په کولو سره د (۴) لوبغاړو په سوځیدو (۹۷) منډې جوړې کړې.

د ماراټه لپاره علیشان شراف (۳۳) منډې جوړې کړي وې.

ابوظبي له لوري توپ اچونه کې مکو (۲) نوین الحق او اورټن (۱-۱) ویکټ یې ترلاسه کړه.

ټاکل شوی هدف ابوظبي لوبډلې د لوبې په شپږم اور کې یوازې د یوه لوبغاړي په سوځیدو ترلاسه او په نهو ویکټو یې بریا خپله کړه.

د سیالۍ غوره لوبغاړی کریسټوفر هنري ګېل ونومول شو چې (۸۴) ناسوځیدلي منډې یې جوړې کړي وې.

څو شیبې وروسته به د نرترن او پوني لوبډلې ترمنځ سیالي ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ