د افغانستان (۳) لوبغاړي له سي پي ایل پاتي شول

ټاکل شوي وه چې درې افغان لوبغاړو هر یو قیس احمد،نور احمد لکڼوال او رحمان الله ګربز به د روانې میاشتې په وروستیو کې د ویسټ انډیز په کورني لیګ ( کارابین پریمیر لیګ) سیالیو کې برخه اخیستي وای،خو درې واړو لوبغاړو د ویزو ستونزو له کبله ونشول کولی چې په یاد لیګ کې برخه واخلي.

په پام کې وه چې قیس احمد به د ګیانا امازون ویریئرز لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړي وای.ورسره ګربز او نور احمد به هر یوه د بربادوس او همداشان سنت لوشیا زواکس لوبډلې لپاره لوبیدلي وای.

د سي پي ایل سیالیو ویاند پدې افسوس ښکاره کړ،چې درې افغان لوبغاړو ونشول کولی چې په وخت سره ویسټ انډیز ته راشي.

نوموړي وویل، سږ کال د کرونا له کبله سرحدي پولې سختې شوي او یوازې د انګلستان څخه لوبغاړي په ځانګړو الوتکو کې دلته راغلي دي.

دده په وینا همدې افغان لوبغاړو په ټاکلي وخت (اګسټ لومړۍ نېټه) ونشول کولی چې دلته راشي او له همدې کبله دوی لدې سیالیو بهر شول.

د سي پي ایل د قوانینو له مخې کوم لوبغاړي چې سي پي ایل سیالیو کې ګډون کوي، ۱۴ ورځې قرنطین موده به تیروي.

ددې سیالیو څخه په پاتي کیدو سره زیات،تاوان قیس احمد ته واوښت.

نوموړی پدې لیګ کې د نه ګډون له کبله ۴۰ زره ډالر دلاسه ورکړل.

قیس احمد ته لدې وړاندې د ګلوسیسټرشآیر لوبډلې سره د تړون لغوه کیدو له کبله هم یو لک ډالر زیان رسیدلی وو.

د یادو درې لوبغاړو علاوه، نور افغان لوبغاړي،محمد نبي،نوین الحق،مجیب ځدراڼ،نجیب ځدراڼ،ظاهرخان او راشدخان به په یاد لیګ کې اشتراک ولري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ