کینکز پنجاب له یوې بلې ننګونې سره مخ شوه

کریکبال وېبپاڼه- دا چې ای پي ایل نیلامۍ پړاو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتي دي،هند کرکټ بورډ اعلان کړی چې راتلوونکي بولۍ پړاو کې باید هره لوبډله تر ۷۵ فیصدو پورې بودیجه چې (۸۵) کروړه روپۍ کیږي مصرف کړي.

که څه هم چې کینکز الیون پنجاب لوبډله د ۳۱ کروړه بودیجې په لرلو سره کولی شي چې لږ تر لږه ۹ لوبغاړي په راتلوونکي بولۍ کې واخلي.خو د بي سي سي ای لخوا د نوي اعلان سره چې ۷۵ فیصده بودیجه به هره لوبډله مصروفوي،کینکز الیون پنجاب لوبډله له سترو ستونزو سره مخ کړي ده.

کومه لوبډله چې د بي سي سي ای لخوا ټاکلي پیسې مصرف نه کړي،شاید سزا سره مخ شي.

کینکز الیون پنجاب هغه لوبډله ده چې په تیر پړاو ای پي ایل سيالیو کې د ‍۱۲ پوینټونو په لرلو سره یې د جدول په شپږم مقام کې ځای خپل کړ.

کینکز الیون پنجاب لوبډلې د یاد سيزن لپاره نوی کپتان کې ایل راهول هم ټاکلی وو،پخپله کې ایل راهول پکې ښه وځلیده او نوموړي د ۶۷۰ منډو په جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړونکي لوبغاړي په توګه ای پي ایل سيالۍ پای ته ورسولې،خو لوبډله یې پکې له مخکې تګ څخه بې برخې شوه.

ټاکل شوي چې د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سيالیو لپاره د لوبغاړي نیلامۍ پړاو به د راتلوونکي پنجشنبې په ورځ په چنای ښار کې ترسره شي.

دا ځلې ددغه بولۍ پړاو لپاره اوه افغان لوبغاړي هم شارټ لیست شوي دي،چې په هغې کې قیس احمد،نوین الحق،نوراحمد لکڼوال،ګربز،مجیب او کریم جنت شامل دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ