د کرکټ بورډ په AMS سيسټم د چا سر خلاص دى؟

کریکبال وېبپاڼه- د کرکټ بورډ مشر فرهان يوسفزي پرون يوې ويډيو کې اعلان وکړ چې د سيليکشن کمېټه لغوه او چارې به يې اوس سيليکشن څانګه پرمخ وړي.

د نوموړي په وينا چې دغه څانګه به د ټاکلو دنده نلري بلکې يواځې سيسټم ته به معلومات دننه کوي او بيا به سيسټم ټولو اړخونو ته په کتو لوبډلې غوره کوي.
ښه نو اوس د يوسفزي صيب دې نوي اعلان سره څو پوښتنې شته چې ځواب يې نشته.

که د لوبډلو انتخاب به نور AMS کوي نو د غوراوۍ کمېټې تخنيکي کسان حاجي ولي امين،پاچا حسين،حاجي احمدشاه احمدي او کاکړ صيب به اوس کرکټ بورډ کې څه دنده لري؟ که نه د معلوماتو دننه کولو يا Clerk دنده به پرمخ وړي؟

د کرکټ ملي لوبډلې کپتان د کورني کرکټ کارکردګۍ او هم فټنس ته د لومړيتوب هېڅ لېواله دى او په دې ټينګار کوي چې ۹۰ سلنه بايد د مهارت Skill له مخې لوبډلې ته راشي او يواځې ۱۰ سلنه اهميت فټنس ته ورکړل شي، نو که لوبغاړي نور د فرهان يوسفزي د پلان له مخې د AMS سيسټم له مخې غوره کيږي نو معلومه ده چې د ډېرو منډو، ډېرو وېکټو او د ډېر فټنس YOYO نمبرو لرونکي لوبغاړي به ملي لوبډلو ته ټاکل کيږي چې سر له اوسه به د کرکټ بورډ او کپتان اصغر افغان ترمنځ اختلافات را ولاړ شي او ښايي د روان کال سترې او مهمې سيالۍ هم زيانمنې شي.

دغه راز که د لوبډلو انتخاب د AMS سيسټم په اعداد او شمار وشي او هر لوبغاړى د خپلې کارکردګۍ له مخې کرکټ ملي لوبډلو کې د خپل حق غوښتلو لپاره غږ پورته کړي، عريضې وکړي نو ددې وېره هم شته چې د لوبډلو جوړښت Combination ته سخت زيان ورسيږي او هېڅکله به مونږ سيالو لوبډلو، اب او هوا، ويکټو او نورو تخنيمي اړخونو ته په کتو د اړتيا له مخې لوبډلې ونشو ټاکلى او دا به يو بل ستر جنجال پرانيزي.

له دې وروسته د لوبډلو په ټاکنه کې AMS سيسټم ته په لومړيتوب سره به کورنى کرکټ چې لا تراوسه په تلويزون نه خپريږي په کې فساد اوج ته ورسيږي او د لوبڅارانو بدنظمي او مهرباني به خپلو او واسطه لرونکو لوبغاړو ته د کارکردګيو لوړولو په موخه ښه فرصت پيدا کړي چې زياتې منډې او وېکټي ترلاسه کړي او AMS سيسټم کې خپل پروفايل غني کړي او ځينو مشخصو لوبغاړو سره به خاص رعايت وشي چې دادکار به له دې وروسته رسميت پيدا کړي.

د فرهان يوسفزي له خوا AMS سيسټم ته د لومړيتوب پرېکړه دا ښايي چې ښايي د کرکټ ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړي کارکردګۍ ته د لومړيتوب له مخې خپل مياشتيني قراردادونه هم له لاسه ورکړي خو که ددې کار جرآت وکړي خو دا کار به د دايمي قرارداد لرونکو لوبغاړو په وړاندې اسانه نه وي، ځکه په لوړو او مفته معاشاتو اموخته لوبغاړي له لوبډلې او قرارداد څخه په پاتې کېدو په کورني کرکټ کې دعايد هېڅ سرچينه نلري چې د AMS سيسټم په ريښتوني عملي کېدو سره به يو شمېر لوبغاړي له مالي بځران سره مخ شي او دا به بل جنجال وي.

نو ملګرو د AMS سيسټم د لوبغاړو د غوراوي ټاکنې په موخه نه بلکې د هغوۍ د کارکردګۍ،فټنس، يويو، ډيسيپلپن،ټپونو، ستړيا،خوراک،بوج، ارام،تخنيکي مشکلاتو او د لوبغاړو د لا ښه کېدو او پاملرنې په موخه کارول کيږي نه داچې دوى اوسنۍ کرکټ بورډ اداره په کې اوس د لوبو ريکارډ يا سکورکارډونه پورته کوي چې ګواکې له کوم لوبغاړي سره په انتخاب کې ظلم ونشي.

مقصد دا AMS له ۲۰۱۲ نه تر ۲۰۱۸ کال پورې کرکټ بورډ کې کارول کېده او نوې خبره نه ده

نو اوس د فرهان يوسفزي صيب د بېګا شپې د ويډيوي خبرو له مخې دا AMS سيسټم ماته د اوسني مشرتابه شتون کې ګټور ثابت کړئ؟

لیکنه:ابراهیم مومند

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ