ممبۍ روزونکی:ټنډولکر زوی مو د لوبې زده کړې لپاره اخیستی

کریکبال وېبپاڼه- د ممبۍ انډیانز لوبډلې مشر روزونکی مهیلا جي ورډهني وایي،د نیلامۍ پړاو پر مهال یې د سچن ټنډولکر زوی یوازې پدې اساس اخیستی چې نوموړی سکیل او د لوبې مهارت له نورو لوبغاړو زده کړي.

مهیلا جي ورډهني وویل،نوموړی یو استعدادي او ځوان لوبغاړی دی او کوم څه ورته ښیم،هغه ډیر ژر زده کوي.

دده په وینا ارجون ټنډولکر لدې وړاندې هم د ممبۍ انډیانز لوبډلې سره د یوه نېټ بالر په توګه پاتي شوی دی.

“مونږ فقط هغه یوازې ددې لپاره اخیستی چې لوبې کول او مهارت زده کړي.د نوموړي په سر به هم باج ددې لپاره وي چې د ټنډولکر زوی دی او دئ به هم غواړي چې د خپل پلار ځای ونیسي،خوشبحتانه چې نوموړی بېټسمین ندی او یو کیڼ لاسی چټک بالر دی.”

“زما په نظر دا به د هغه لپاره د زده کړې پروسه وي.هغه اوس هم یو ځوان لوبغاړی دی.مونږ هم ډیر فشار پر هغه نه راوړو.نیلامي پړاو کې هر څوک دا خبرې کوي چې ولې یې دا لوبغاړی اخیستی،خو ارجون به خپله هڅه کوي او هر څه به وړتیا سره خلکو ته ښيي.”

د یادونې وړ ده چې ای پي ایل نیلامۍ پړاو تیره ورځ ترسره شو چې ۱۳۰ لوبغاړي نیلامي ته وړاندې شول چې له جملې څخه یې یوازې ۵۷ لوبغاړي د بیلا بیلو لوبډلو لخوا را ونیول شول.

د افغان لوبغاړو له ډلې یوازې مجیب پدې وتوانید چې حیدراباد لوبډله کې ځای خپل کړي.پدې سره درې افغان لوبغاړي په یوه لوبډله کې شول.

د ای پي ایل نیلامۍ په تاریخ کې تر تر ټولو په لوړه بیه سویلي افریقایی الراونډر کریس موریس په (۱۶،۲۵) کروړه هندۍ کلدارې واخیستل شو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ