ټنډولکر نوو لوبغاړو ته مبارکي ورکړه

کریکبال وېبپاڼه- د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني شهرت لرونکي لوبغاړي سچن ټنډولکر نویو لوبغاړو راهول تېواتیا او ایشان کېشن ته د هند کرکټ په ملي لوبډله کې د شاملیدو مبارکي ورکړه او هغوی ته يې ښو ځلیدو غوښتنه کړي ده.

سوریا کمار،راهول تېواتیا،ایشان کېشن او نورو لوبغاړو ته په لومړي ځل شل اوریزه سکواډ کې ځای ورکړل شوی دی.

« ټولو نویو لوبغاړو سوریا کمار،ایشان کېشن،راهول تیواتیا ته د زړه له کومې مبارکي وایم.همداشان چکاراورتي ته هم مبارکي وایم،نوموړی که څه هم د اسټرالیا په سفر کې لوبډله کې شامل شوی وو،خو د ټپونو له کبله ونه لوبیده.د هند لپاره لوبې کول د هر هندي کرکټر لپاره د یو ویاړ خبره وي.زه دوی ټولو ته د بریالیتوب غوښتنه کوم.»

درې واړه سوریا کمار،ایشان کېشن او راهول تیواتیا په تیر پړاو ای پي ایل سیالیو کې ډير ښه ځلیدلي وو.

کېشن په تیر پړاو ای پي ایل څوارلسو لوبو کې د څلورو نیمه سلیزو په مرسته ټولټال (۵۱۶) منډې جوړې کړي وې او د ممبۍ انډيانز لوبډلې لپاره تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی وو.

سوریا کمار یادو هم د اتلۍ ممبۍ انډيانز لوبډلې لپاره په تیر پړاو کې ښه لوبې ترسره کړي وې.نوموړي په ۱۶ لوبو کې ۴۸۰ منډې جوړې کړي وې.

راهول تیواتیا بیا د راجستان رویلز لوبډلې لپاره په څوارلسو لوبو کې ۲۵۵ منډې جوړې کړي وې او لس ویکټې یې هم اخیستي وې.

د انګلستان په وړاندې اعلان شوي شل اوریزه سکواډ کې بونشیور کمار ته هم ځای ورکړل شوی دی.خو محمد شامي او جسپرټ بومرا ته استراحت ورکړل شوی دی.

هند شل اوریزه لوبډله پدې ډول ده:ویراټ کوهلي (کپتان)، روهیت شرما،کې ایل راهول،شیکر داون،شریاس ايئر،سوریا کمار یادو،هارډيک پانډيان،رشاب پنټ،ایشان کېشن،یوژویندرا چهال،وېرون چکاراورتي،اکسر پټېل،واشنګټن سنډر،راهول تېواتیا،نتراجن،بونشور کمار،ډيپيک چهار،نویديپ،شردل تاکور.

ټاکل شوي چې د هند کرکټ ملي لوبډلې او انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ به لومړی شل اوریزه لوبه د مارچ په دوولسمه نېټه ترسره شي.

هند او انګلستان کرکټ ملي لوبډلې اوسمهال د ټيسټ لوبو په سیریز بوختې دي او دواړو لوبډلو ترمنځ لومړی دوو ټيسټ لوبو څخه یوه انګلستان او بله هندوستان ګټلي ده.

ټاکل شوي چې دواړو لوبډلو ترمنځ به د څلورو ټيسټ لوبو سیریز دریمه ټيسټ لوبه د فبرورۍ په څلوریشتمه نېټه ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ