ارون پېنچ:ای پي ایل نیلامي کې يې توقع خلاف کار وشو

کریکبال وېبپاڼه- د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې اوپنر لوبغاړي او بریدګر بېټسمین ارون پينچ ویلي چې هیڅ توقع یې نه درلوده چې ای پي ایل نیلامي پړاو کې به له کومې لوبډلې لخوا نه اخیستل کیږي.

نوموړي وویل،ټولې هیلې یې په اوبو لاهو شوې او هیڅ په ذهن کې یې هم داسې سوچ نه کاوه چې ګوندې هغه به نیلامي پړاو کې بې له خرڅلاو پاتي کیږي.

ارون پېنچ ویلي،ډير به خوشحاله شوی وای،که چيرې ای پي ایل بولۍ پړاو کې اخیستل شوی وای او په یاد لیګ کې يې بیا لوبې ترسره کړي وای.

«دا به ډيره خوشحالوونکي خبره وای،که چیرې بیا په ای پي ایل کې لوبیدلی وای.دا ډيرې جالبې سيالۍ دي.خو کشکې زه هم پکې اخیستل شوی وای.زه کرکټ لوبو ته ډيره ترجیع ورکوم،خو بعضې وخت په کور کې کیښناستل به هم بده خبره نه وي.»

ارون پېنچ په تير پړاو ای پي ایل سيالیو کې د رویل چلینجرز بنګلور لوبډلې په ګټه ولوبیده.نوموړي په ۱۲ اننګزونو کې يوازې ۲۶۸ منډې جوړې کړې.

خو د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل بولۍ د ترسره کیدو وړاندې نوموړی د یادې لوبډلې لخوا خوشی کړل شو او بیا په نیلامۍ پړاو کې هم چې د فبروری په اتلسمه نېټه په چنای کې ترسره شوه،د کومې لوبډلې لخوا ونه اخیستل شو.

اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله اوسمهال د نیوزیلینډ په وړاندې د پنځو شل اوریزو لوبو لپاره چې په کریس چارچ ښار کې به ترسره شي،تیاری نیسي.

پېنچ وایي،د یادو لوبو لپاره په ځينو مهمو تخنیکونو باندې یې کار پيل کړی دی.

«ما له روزونکي اندریو مکډونلډ سره په ځينو مهمو تخنیکونو کارولو باندې خبرې کړي دي.زه به هڅه وکړم چې ځينې نوي تخنیکونه هم استعمال کړم.»

ټاکل شوي چې ای پي ایل سيالۍ به د اپریل په لومړی اوونۍ کې پيل شي.

یادو سیالیو کې درې افغان لوبغاړي هم لوبیږي چې سنرایزرس حیدراباد لوبډلې سره دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ