نیوزیلینډ د هندوستان او انګلیستان خلاف سیالیو ته لوبډله اعلان کړه

کرېکبال: نیوزیلینډ کریکټ بورډ د انګلیستان او هندوستان کریکټ لوبډلو ترمنځ سیالیو ته خپل شل کسېزه سکواډ یا نوملړ اعلان کړ. په پام کې ده، چې نیوزیلینډ کریکټ ټیم به له کوربه انګلیستان سره دوه ټېسټ لوبې وکړې او له هغې وروسته به بیا له هندوستان کریکټ ټیم سره د ورلډ ټیسټ چمپنیشپ پایلوبه وکړې.

د نیوزیلینډ د کریکټ بورډ له لوري په اعلان شوې لوبډله کې تر ډېره نوي نومونه لیدل کېږي او د مهمو لوبغاړو نومونه په یاد نوملړ کې نښکارې. چې لامل یې ممکن د ای پي ایل سیالۍ وي.

ځکه چې د دوی مهم او کلیدي لوبغاړي اوس مهال هندوستان کې دي او د ای پي ایل سیالیو راتلونکي څوارلسم پړاو ته په چمتووالي باندې بوخت دي. تمه ده، چې د انګلستان او نیوزیلینډ کریکټ ټیمونو ترمنځ به د دوو ټیسټ سیالیو لړۍ د جون په ۲ مه نېټه پیل شي پداسې حال کې چې د هندوستان غوره لیګ به د مۍ میاشتې په ۳۰ مه نېټه پایته ورسیږي.

له بلې خوا نیوزیلینډی لوبغاړی کین ویلیمسن به په لومړۍ ټیسټ سیالۍ کې د انګلیستان خلاف ونه لوبېږي. نوموړی به د قرنطین له کبله په لومړۍ ټیسټ لوبه کې ونه لوبېږي.

خو په دوهمه ټيسټ سیالۍ کې به ویلیمسن او ټرینټ بولټ دواړه ولوبېږي. د انګلستان سفر لپاره د نیوزیلینډ لوبډلې ۲۰ کسیزه نوملړ په لاندې ډول دی:

کین ویلیمسن (لوبډلمشر) ، ټام بلنډیل ، ټرینټ بولټ ، ډګ بریسویل ، ډیون کونوي ، کولن ډي گرانډ هوم ، جیکب ډفي ، میټ هینري ، کایل جیمیسن ، ټام لاتم ، ډیرل میچل ، هنري نیکولس ، اجاز پټېل ​​، رچین رویندرا ، میچل سنټنر ، ټیم سوتي ، راس ټیلر ، نیل واګنر ، بي جي واټلینګ ، وېل ینګ.

د یادونې وړ ده چې هندوستان غوره لیګ به د رړانې اونۍ په لړ کې پیل شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ