هندي لوبغاړٍٍي له قراردادونو څخه څومره پیسې ګټې؟

کريکبال ويبپاڼه/ د هندوستان کرکټ کنټرول ادارې «بي سي سي ای» د «۲۸» لوبغاړو مرکزي قراردادونه «سنټرل کنټریکټ» اعلان کړل چې پکې لوبډلمشر ویراټ کوهلي، مرستیال لوبډلمشر روهیت شرما او چټک توپ اچونکي جسپریټ بومرا په «اې مثبت» کټګورۍ کې راغلي دي چې په یو کال کې به ۷ کروړه هندۍ کلدارې له میچ فیس پرته تر لاسه کوي.
ترڅنګ یې ال راونډر «هارډیک پانډیا » د ټپي کېدو سربېره هم پرمختګ کړی دی چې نوموړی له «بي» کټګورۍ څخه «اې» کټګورۍ ته پرمختګ کړی دی.
په هندۍ لوبډله کې درې کریکټران روهیت شرما، ویراټ کوهلي او جسپریټ بومرا دي چې د هندۍ لوبډلې دپاره درې واړه فارمټونه لوبوي په همدې مناسبت په «اې مثبت» کټګورۍ کې ځای ورکړل شوی دی چې د کال په اوږدو کې به له میچ فیس پرته «۷» کروړه هندۍ کلدارې ترلاسه کوي.
د «بي سي سي ای» یو لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط «پي ټي ای» ته ویلي دي چې د پانډیا پرمختګ یې د هغه تشویق په خاطر کړی دی ترڅو راتلونکي ټیسټ سیالۍ او شل اوریزه نړیوال جام ته ښه چمتو شي او لوړ مورال ولري.
د هندۍ لوبډلې «۲۸» لوبغاړو مرکزي قراردادونه په لاندې ډول دي.
اې مثبت کټګوري: ویراټ کوهلي، روهیت شرما او جسپریټ بومرا.
بیه: ۷ کروړه هندۍ کلدارې.

اې کټګوري: روي چندرن اشون ، رویندرا جدیجا ، چیتشور پوجارا ، اجنکیا ریحاني ، شکر دھوان ، کیل راهول ، محمد شامي ، ایشانت شرما ، ریشب پنټ ، هارډیک پانډیا.
بیه: ۵ کروړه هندۍ کلدارې.
بي کټګوري: وریډیمن ساهه ، اومیش یادو ، بھوینیشور کمار ، شاردال ټھاکر او مایانک اگروال.
بیه: ۳ کروړه هندۍ کلدارې.
بي کټګوري: وریډیمن ساهه ، اومیش یادو ، بھوینیشور کمار ، شاردال ټھاکر او مایانک اگروال.
بیه: ۳ کروړه هندۍ کلدارې.

سي کټګوري: کلدیپ یادو ، نویدیپ سیني ، ډیپک چهار ، شوبمن ګیل ، هومومه واهاري ، اکشار پټېل ​​، شیریاس اییر ، واشنګټن سونډر ، یوزویندر چاهل ، او محمد سراج.
بیه: ۱ کروړ هندۍ کلدارې.

په دغه لوبغاړو کې د هندوستان غوره توپ وهنکې ويرات کوهلى او روهيت شرما هم شامل دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ