کوم غم ام اس ډهوني زوروي؟

کریکبال ویبپاڼه/ د چهارشنبې په ورځ د چینای سوپر کینګز لوبډل مشر ام اس ډهوني مور اوپلار دواړو د کویډ ۱۹ ناروغۍ ټیسټ مثبت راوتلی او ډهوني پرې زوریږي خو له هغه سره سره یې بیاهم پریکړه کړې چې له خپلې لوبډلې سره پاتي سي او لوبې وکړي.

د دې لوبډلې روزني سټیفن فلیمینګ تائید کړه چې هغه به له دوی سره وي او د خپلې کورنۍ له حالته خبر هم دی چینای په خپله وروستۍ لوبه کې کلکتې لوبډلې ته ماتې ورکړه

د دوی روزنکي ویلي چې ټول وضعیت يې څارلې او دا د دوی لپاره هم سخته پریکړه ده او ام اس لاهم له دوی سره لوبیږي او په وروستۍ لوبه کې مقابلې لوبډلې ته په ۱۸ منډو ماتې ورکړه.

نوموړي ویلي هیله لري چې د ډهوني کورنۍ ژر روغه سي او دی له غمه خلاص سي.

په هند کې کرونا تر پخوان دوه چنده خطرناکه سوې او خلک يې خورا په اندېښنه کې اچولي دا د کرونا دریمه څپه ده چې دا مهال هند ځپي.

ډوني په يوې شپږيزې سره خپل هغه ريکارډ تازه کړ چې…

د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل د ۲۰۲۱ ز کال د لوبو په جريان سره نن ۱۵ مه د دوه پياوړو لوبدلو چينای سوپر کينګز چې د هندوستان پياوړی لوبغاړې ايم ايس ډوني يې لوبډلمشرې کوي د کلکته نايټ رايډرز لوبډله چې انګلينډی کيڼ لاسی توپ وهوونکی يې لوبډلمشرې کوي ميدان ته ښکته شوه.

د لوبي په جريان کې د چينای سوپر کينګز لوبډلمشر ايم ايس ډوني (مهيندر سينګ ډوني) چې د لوړو شپږيزو په وهلو کې ښه مهارت لري د يوې شپږيزې په وهلو سره د خپلو مينوالو زړه خوشحاله کړ چې مينوال يې د ډوني دا شاټ ( توپ وهنه) ډيره خوښوي.

د ډونيدې شاټ ته هليکوپټر شاټ وايې چې د يو څه ځنډ وروسته ډوني يوځل بيا په دې وتوانيد چې خپل زوړ ريکارډ تازه او خپلو مينوالو ته يې دا وښودل چې زه اوس هم د لوړو شپږيزو د وهلو توانايي او توان لرم.

ډوني په نننۍ لوبه کې په اتو بالونو ۱۷ منډي د يوې هليکوپټر شاټ شپږيزې پرمټ ترسره کړي.

همدارنګه ايم ايس ډوني د هندوستان غورهليګ يا اې پې ايل يو له هغه لوبغاړو څخه دی چې د چينای سوپر کينګز لوبډلمشر هم دی او د چينای سوپر کينګز لوبډلي لپاره د شل اوريزو لوبو يو له چټک توپ وهوونکو څخه دی چې د شل اوريزو لوبو په ورو ستيو ۵ اورونو کې ډيره چټکه توپ

وهنه کوي او د لوبي اړخ بدلوي.

ددې ترڅنګ ډوني د نړيوال کرکټ او نړيوالو لوبغاړو له غوره لوبډلمشرانو او غوره لوبغاړو څخه هم شميرل کيږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ