مهمې کورنۍ یو ورځنۍ سیالۍ څه وخت پیلیږي؟

کریکبال ویب پاڼه/ د لاسټ اې سیالیو مهال وېش او د لوبډلو اعلان د افغانستان کرکټ بورډ له لوری سوی په افغانستان کې د یو ورځنیو سیالیو غازي امان ترنامه لاندې دا تر ټولو لویه بڼه ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ د مالوماتو  له مخې پنځه زونه کولای سي چې په لوبو کې خپلې لوبډلې ولري جزیات وایي سپین غر، مس عینک، آمو، بست او بند امیر باندې وېشل سوې دي.

د دې لوبډلو لپاره د افغانستان ملي لوبډلې څخه تکړه لوبغاړي د لوبډل مشرانو په حیث ټا کل سوي ترڅو وکړای سي ښه رهبري او ښې لوبې ترسره کړي، چې په دې لیست کې د ملي لوبډلې کپتان اضغر افغان، رحمت شاه زرمتی، حشمت الله شهیدي، ګلبدین نایب، نجیب الله ځدراڼ دي چې د لوړو پنځو لوبډله لوبډلمشران به وي.

د افغانستان کرکټ بورډ د غازې امان الله خان د یو ورځینو سیالیو په هکله وویل چې دا مهمې لوبې به د روژې وروسته د مۍ پر ۱۸ نېټه پیلیږي او د جون تر ۱۲ مې به دوام کوي.

ویل کیږي د لوبغاړو لپاره د دې سیالیو د لوبغاړي په حیث د یو یو ازموینه شرط او دا ټولې لوبې به په کابل کې ترسره سي چې د ملي لوبغاړو په ګډون به پکښي د کورني کرکټ ستوري هم پکښي ولوبیږي او  همدارنګه داسې لیګونه او سیالۍ د کورنۍ کرکټ د تقویې او پرمختګ لپاره اساسي شرطونه دي چې د یوه هېواد د کرکټ راتلوونکی  تضمینوي.

د افغانستان د کرکټ لاس اې سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا سره هم رسمي بڼه لري ځکه نوله همدې کبله مهمې او کوم لوبغاړي چې غواړي په دې لوبو کې ولوبیږي  باید لومړی ترې ازموینه واخیستل سي، په دې ازموینه کې د لوبغاړي فیزیکي وړتیا کتل کیږي او کوم لوبغاړی چې په دې ازموینه کې  بریالی سو داسې ګڼل کیږي چې د نړیوال کرکټ یو مهم شرط چې يې پوره کړی وي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې دا سیالۍ مهمې دي او هدف يې د دې سیالیو له جوړولو څخه دادی ترڅو د ملي لوبډلې لپاره ځوان او تکړه لوبغاړي په ګوته او همدارانګه کورنۍ کرکټ ته په دې سره تقویه ورکول سي .

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ