ابراهیم ځدراڼ نامزاد شو!

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوی ځوان او استعدادي لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ هم نامزاد شو.

ابراهیم ځدراڼ چې د افغان نوولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې څخه يې ملي لوبډلې ته لار پیدا کړې.په ډير کم وخت کې یې د مینه والو پام ځانته را اړولی دی.

د نوموړي د نامزاد کیدو په اړه د کرکټ مینه والو هم نوموړي ته مبارکۍ وړاندې کړي دي.

جهاد سنګين لیکي: (( ابراهیم ځدراڼ هم له خیره نامزاد شو! زه یې درندې کورنۍ ته،په تیره بیا قومي مشر حاجي صیب غلام خان ځدراڼ ته مبارکي وایم.د ښه ژوند په هیله یې!))

نورخان اشنا لیکلي: (( مبارک مو شه ځدراڼ صیب! الله ج د خوشحاله ژوند درکړي.))

احسان دانش: (( زما ملګري ابراهیم ځدراڼ ته د کوژده مبارک وي.))

ابراهیم ځدراڼ چې د خوست سره تعلق لري،په ډير کم وخت کې یې وکولی شول چې نړیوال شهرت ترلاسه کړي.

نوموړی په ښي لاس توپ وهنه ترسره کوي او همداشان په ښي لاس منځني سرعت سره توپ اچونه هم ترسره کولی شي.

نوموړی د مس عینک زون سربیره،د خوست منتخبې لوبډلې،نوولس کلنو،الف لوبډلې او همداشان په ملي لوبډله کې لوبیدلی دی.

ابراهیم ځدراڼ ۱۶ فرسټ کلاس سيالۍ ترسره کړي،چې د ۲ سلیزو او ۵ نیمه سلیزو په مټ یې،څه باندې ۴۰ ایوریج سره یې ټولې (۹۴۸) منډې جوړې کړي دي.په یوه لوبه کې يې زیاتې منډې (۱۰۵) دي.

په ۱۸ لیسټ اې سيالیو کې نوموړي د ۲ سلیزو او یوې نیمه سلیزې په مټ ۵۲۵ منډې جوړې کړي دي.

نوموړي همداشان ۱۶ داخلي کرکټ شل اوریزې لوبې ترسره کړي چې د ۳ نیمه سلیزو په مټ یې ۳۰۷ منډې جوړې کړي دي.

نوموړي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۲ ټیسټ،یوه پنځوس اوریزه او ۳ شل اوریزې لوبې ترسره کړي دي،چې ۱۶۴ منډې یې پکې جوړې کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ