د چینای سوپر کنګز د توپ وهنې کوچ کرونا سوی

کریکبال ویب پاڼه/ راپورونه وايي چې د چینای سوپر کنګز لوبډلې د بیټینګ کوچ مایک حیسي د کرونا ټیسټ مثبت راوتلی او هغه به اوس د ډهلي په یوه هوټل کې د لسو ورځو لپاره قرنطین او تر نظریه لاندې وي.

په هند کې د کرونا له امله د خراب حالت رامنځ ته کیدو ای پي ایل سایلۍ هم لغوه کړې

د بهرنیو ای پي ایل ګډونوالو رورنکو او لوبغاړو له ټولۍ مایک لومړی شخص دی چې د کرونا ټیسټ يې مثبت راوزي هغه د سه شنبې په ورځ دا معاینات وکړل خو د لا بارو لپاره يې تایدي ټیسټ هم وکړ چې پایله یې مثبته وه

هغه همدلته هند کې قرنطینوي او ژر نسي کولای چې د اسټرلیا لوبډلې  سره یوځای سي د اوس لپاره اسټرالیا د هغه چا پر مخ خپلې پولې تړلې چې په دې نژدې ورځو کې يې هند ته سفر کړی وي او یا هم له هنده ورځي.

په یو شمېر ای پي ایل لوبډلو کې د لوبغاړو له کرونا کیدلو وروسته د ای پي ایل سیالیو د ځنډیدلو پریکړه وسوه او دا تراوسه نه دي ویل سوي چې د دې لیګ پاتي سیالۍ به څه وخت ترسره کیږي.

ویل کیږي چې  د چینای لوبډلې د دې روزونکي وضعیت او روحیه ښه ده د اسټرالیا د کرکټرانو اتحاديې اجرایوي مشر په خپلو خبرو د مایک حیسي حالت د ډاډ وړ بللی او زیاته کړې يې ده چې مایک به کرونا ته په ماتې ورکولو سره روغ او جوړ سي.

د چنای د کورنۍ دا دریم غړی دی چې په کرونا باندې اخته کیږي تر دې وړاندې د دې لوبډلې دوه نور غړي هم کرونا ونیول خو داسې ښکاري چې په دې لوبډله کې به کرونا نوره هم زیاته سي ځک نو هندي کرکټ بور د ای پي ایل سیالیو د لغوه کیدلو پریکړه وکړه چینای لوبډله ټوله تر روغتیايي کتنو وروسته د یوې اونۍ لپاره تر کنټرول لاندې ده .

کرونا په هند کې ناورین رامنځ ته کړی چې هره ورځ زرګونه هندیان له دې ناروغي خپل ژوند له لاسه ورکوي او لکونه نور هره ورځ په دې ناروغي باندي اخته کیږي هندي دولت هم د کرونا په مخینوي کې پاي راغلی

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ