وسیم اکرم د اظهرعلي په کپتانۍ نیوکه وکړه!

انګلستان ته د لومړۍ ټيسټ لوبې بایللو وروسته د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي وسيم اکرم د اظهرعلي په کپتانۍ سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې اظهرعلي د لوبو ګټلو قابلیت دلاسه ورکړئ دی.

پاکستانۍ لوبډله چې زیاتره وخت د مخالفو لوبډلو په وړاندې،خپله لومړۍ لوبه کې برلاسي وي.خو د انګلستان خلاف یې ونشول کولی چې خپله برلاسي وساتي او سيالي یې په درې ویکټو سره انګلستان ته بایلوده.

د پاکستان لخوا د ۲۷۷ منډو هدف په تعقيب کې، که څه هم انګلستان لوبډلې په ۱۱۷ منډو کې خپل ۵ پياوړي لوبغاړي دلاسه ورکړي وو.خو انګلستاني لوبغاړو خپل همت له لاسه ورنکړ. باټلر او کریس ووکز په وروستیو کې انګلستان ته ښکلي لوبه وکړه او دواړو لوبغاړو د ۱۳۹ منډو ښکلي ملګرتیا ترسره کړه او انګلستان لوبډله یې تر بریا ورسوله.ووکز (۸۴) ناسوځيدلې منډې جوړې کړې او باټلر بیا (۷۵) منډې جوړې کړې.

پدې ماتي سره د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مینه وال او پخواني لوبغاړي سخت په غصه شول او دا یې ناجبریدونکي ماتي وبلله.

وسیم اکرم وویل،دا شان ماتي د پاکستان کرکټ او د مینه والو په زیان دي.

هغه وویل: ((ګټل او بایلل د لوبې برخه وي،خو زه فکر کوم چې زمونږ د لوبډلې کپتان پدې سيالۍ کې څو ځلې خپل پلان او چل دلاسه ورکړ.له همدې کبله په لېډرشيپ يا مشرۍ برخه کې ستونزې شته دي.دا شان ماتي د کرکټ مینه والو او د لوبغاړو لپاره د زغمولو وړ ندي.))

وسیم اکرم پدې هم حیرانتیا وښوده،چې څنګه پاکستان په لومړي اننګز کېذ پیاوړي انګلستانۍ لوبډله په ۲۱۹ منډو اوټ کړه،خو په په دوهم اننګز کې یې بیا ونشول کولی چې د هغې لوبډلې یو بالر کریس ووکز اوټ کړي.

((کله چې کریس ووکز بیټینګ ته راښکته شو،د هغه په وړاندې هیڅ شارټ یا بونس بال ترسره نه شو.له همدې کبله نوموړی سېټ شو او په اسانۍ سره بال ورته راته او هغه پرې منډې جوړې کړې.))

((کله چې په لوبه کې ملګرتیا روانه شي،بیا هیڅ ستونزه نه پیښیږي.همدا لامل وو چې ووکز او باټلر د پاکستان څخه لوبه پخپل لوري واړوله.))

نسیم شاه او شاهین شاه چې د انګلستان په وړاندې په لوبه کې يې په مشترک ډول تر ۲۸ پورې اورونه ترسره کړل.وسیم اکرم وایي، هر یو دوی باید تر ۱۸ او ۲۰ پورې اورونه ترسره کړي.

انظمام الحق بیا وايي،پاکستان اوس هم له انګلستان ښه لوبډله ده او دوی به وکولی شي چې پاتي سیریز له انګلستان څخه وګټي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان لوبډله په لومړۍ ټيسټ لوبه کې د انګلستان لخوا په درې ویکټو له سختي ماتي سره مخ شوه.ټاکل شوي چې دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه ټيسټ سيالي به د اګسټ په دیارلسمه نېټه د انګلستان په سوتهمپټن ښار کې ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ