د لاهور قلندرز بریا کې د راشد خان مهم رول

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس ایل لیګ شپږم پړاو سیالي چي د کرونا ویروس له امله ځنډول شوي وي .تیره شپه یو ځل بیا د پاکستان سوپر لیګ ځنډیدلي سیالي د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې تېره شپه د اسلام آباد او لاهور ترمنځ لوبه وشوه چې په کې لاهور لوبډلې په پنځه ويکټو اسلام اباد ته ماتې ورکړه.

د لوبې ټاس یا بچه لاهور قلندرز لوبډلې وګټلو او اسلام اباد یونایتید لوبډلې ته يې د توپ‌وهنې بلنه ورکړه چې د لوبي په لومړيو کې آستراليايي فولکنر او بيا د لاهور نورو بالرانو اسلام آباد لوی هدف جوړولو ته پرينښود.

همدارنګه د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې لاهور قلندرز د اتو نمرو په درلودلو سره په لومړي مقام کې ده.

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې کراچي کیګنز بیا د شپږو نمرو په درلودلو سره په دوهم مقام کې ده.

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې پیشاور زلمي لوبډله هم د شپږو نمرو په درلودلو سره په دریم مقام کې ده.

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې اسلام اباد یونایتید لوبډله هم د شپږو نمرو په درلودلو سره په څلورم مقام کې ده.

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې ملتان سلطانز لوبډله بیا د دوو نمرو په درلودلو سره په پنځم مقام کې ده.

په وروستي یعني شپږم مقام کې بیا کویټه لوبډله ده چي کویټه لوبډله بیا دوه نمري لري.

د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره لپاره فولکنر ۳ ويکټې، ډنيل ۲ ويکټې، حارث روف هم دوه او يوه ويکټه افغان لوبغاړي راشد خان ترلاسه کړه. راشد خان د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره په ټولو څلورو اورونو کې کمي ۹ منډې ورکړې او په یادو څلورو اورونو کې پري کومه بونډري پرې ونه لګېده.

که څه هم د لاهور قلندرز لوبډله د هدف پوره کولو پيل هم ښه نه وو خو د لاهور قلندرز لوبډلې کپتان سهيل اختر په ۳۰ توپونو ۴۰ منډې وکړې او هدف ته يې د خپلې لوبډلې په رسيدو کې ستر رول ولوبوه.

لاهور داسې مهال وروستي اوور کې د بريا لپاره شپاړس منډو ته اړتيا لرله چې راشد خان په سټرايک ولاړ وو. هغه په لومړيو درې بالونو درې څلوريزې ووهلې او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله.

افغان لېګ سپېنر د خپل زبردست بالينګ او مهم وخت کې په ۵ بالونو ۱۵ منډو کولو له امله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ