نن د پاکستان سوپر لیګ سیالیو په دوام دوه لوبي ترسره کیږي

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ ځنډیدلې سیالۍ پرون جون په نهمه نېټه د لاهور قلندرز او اسلام اباد یونایټیډ لوبډلو په لوبې سره پیل شوې، چې په یاده لوبه کې لاهور قلندرز لوبډلې د راشد خان د ښې توپ اچونې پر مټ بریا تر لاسه کړه.

په دغه لوبه کې اسلام اباد لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه د نهو لوبغاړو په سوځیدو يې په پوره شل اورونو کې ۱۴۳ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته يې د ۱۴۴ منډو هدف په مخ مې کېښود.

د لاهور لپاره په توپ وهنه کې عثمان خواجه ۱۸، کولن منرو ۱۱، افتخار احمد ۱۲، حسین ۱۴، او فهیم اشرف ۲۷ تر نور زیاتې مندې جوړې کړې

د لاهور له لوري احمد دانیل، حارث روف دوه، دوه، جمیز درې، شاهین افریدي او افغان سوکه توپ اچونکي راشد خان په څلور اورونو کې نهه منډې ورکړې او یوه ویکټ يې تر لاسه کړه.

په دوهم اننګز کې لاهور قلندرز لوبډلې ټاکل شوی هدف د پنځو لوبغاړو په زیان تر لاسه کړ او په پنځو ویکټو يې سیالې لوبډلې ته ماتې ستره ورکړه.

د لاهور لپاره سهیل اختر ۴۰، محمد حفیظ ۲۹، او راشد خان د درېو څلوریزو پر مټ په پنځو توپونو باندې ۱۵* ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د یادولو وړ ده چې د همدغو سیالیو په لړ کې نن دوه لوبې تر سره کیږي، ملتان سلطان د کراچۍ کینګز پر وړاندې او پيشور زلمي لوبډله د لاهور قلندرز پر وړاندې سیالۍ تر سره کوي.

همدارنګه د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې لاهور قلندرز د اتو نمرو په درلودلو سره په لومړي مقام کې ده.

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې کراچي کیګنز بیا د شپږو نمرو په درلودلو سره په دوهم مقام کې ده.

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې پیشاور زلمي لوبډله هم د شپږو نمرو په درلودلو سره په دریم مقام کې ده.

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې اسلام اباد یونایتید لوبډله هم د شپږو نمرو په درلودلو سره په څلورم مقام کې ده.

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې ملتان سلطانز لوبډله بیا د دوو نمرو په درلودلو سره په پنځم مقام کې ده.

په وروستي یعني شپږم مقام کې بیا کویټه لوبډله ده چي کویټه لوبډله بیا دوه نمري لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ