د پاکستان او انګلستان ترمنځ راتلونکي سیالي خپراوي حقوق هند ترلاسه کړي

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان او انګلستان ترمنځ راتلونکي سیالي خپراوي حقوق هند ترلاسه کړي.

تيره ورځ د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چودري اسلام اباد کې رسنيو ته وويل، دا چې د پاکستان او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د راتلوونکو لوبو د خپراوي مرکزي حقوق يوې هندي کمپنۍ پېرلي نو دوى نه شي کولی د پاکستان د دولت د پريکړې له مخې له هندي کمپنۍ سره پارټنرشيپ يا ملګرتيا وکړي، چې په دې سره ممکن يادې لوبې پاکستان کې له کوم تلويزيون څخه خپرې نه شي.

د اطلاعاتو وزير فواد چودري دغه راز وويل چې دوى به له نورو لارو خپله هڅه کوي ترڅو يادې موضوع ته يو حل راوباسي او په دې تړاو به د انګلستان کرکټ بورډ هم په جريان کې کړي تر څو دواړه لوري يو حل ته سره ورسيږي او په پاکستان کې د لوبو د خپراوي حقوق ترلاسه کړي.

خو په ټولنيزو رسنيو کې د کرکټ پاکستاني مينه والو او څارونکو د پاکستان حکومت په دې پريکړه سخت انتقادونه کړي او وايي چې دا به ياد هيواد ته راتلوونکې کې ستونزې جوړې کړي.

يو شمير مينوالو ويلي، که پاکستان اوس له هندي کمپنۍ سره پارټنرشيپ يا ملګرتيا ونه کړي دا به د دې لامل شي چې د روان ميلادي کال په  وروستيو کې د هند په کوربتوب شل اوريز نړيوال جام لوبې هم پاکستان کې خپرې نه شي ځكه هند به هم زړه ښه نه کړي چې پاکستان سره پارټنرشيپ وکړي او د لوبو د خپراوي حقوق ورکړي.

يو شمېر مينه والو د پاکستان حکومت ته پيغور ورکړى چې د پي ايس ايل لوبو خپراوي لپاره يې د هند هيواد فني ډله ګمارلې خو د پاکستان او انګلستان سيريز چې د خپرواي حقوق يې هندي کمپنۍ سره دي نو دوى ورسره د ملګرتيا انکار کوي.

دپاکستان او هند ترمنځ سياسي ناندريو د دواړو هيوادونو په ورزشي او په ځانګړي ډول د کرکټ اړيكو باندې سيوری غوړولی او د پاکستان سيالۍ په پاکستان کې نه خپريدل د دې ناندريو له امله د رامنځته شوو ستونزو يوه بيلګه ده.

د يادونې وړ ده چې په ابوظبۍ کې د پاکستان سوپر ليګ د پاتې شلو لوبو له پاى ته رسيدو وروسته به د  پاکستان  کرکټ ملي لوبډله د درې شل اوريزو او درې يوورځنيو لوبو لپاره انګلستان ته سفر وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ