شکر دهوان په لوبډلمشري هند د سریلانکا پر وړاندي خپله لوبډله اغلان کړه.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان د کرکټ کنټرول ادارې یا بي سي سي ای د سریلانکا خلاف د درې یو ورځینیو او درې شل اوریزه سیالیو په موخه د شکر دهوان په لوبډلمشرۍ کې لوبډله اعلان کړه.

د هندوستان کرکټ ملي لوبډله چې د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې خلاف د ټیسټ چیمپینز شپ پایلوبه او انګلستان خلاف د پنځو ټیسټ سیالیو لړۍ ترسره کوي د انګلستان په سفر بوخته ده، خو په ورته وخت کې د هند کرکټ کنټرول ادارې د سریلانکا سفر لپاره دوهمه ملي لوبډله اعلان کړه.

همدارنګه ټاکل شوې ده چې د هند کرکټ ملي لوبډلې او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به درې یو ورځنۍ لوبې د جولاۍ میاشتي په ۱۳ مه، ۱۶ مه او ۱۸ مه نېټه ترسره شي، پداسې حال کې چې درې شل اوریزه سیالۍ به د جولاۍ په ۲۱ مه، ۲۳ مه او ۲۵ مه نېټه ترسره شي.

همدارنګه ټاکل شوې ده چې د هند کرکټ ملي لوبډلې او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به درې یو ورځنۍ لوبې د جولاۍ میاشتي په ۱۳ مه، ۱۶ مه او ۱۸ مه نېټه ترسره شي، پداسې حال کې چې درې شل اوریزه سیالۍ به د جولاۍ په ۲۱ مه، ۲۳ مه او ۲۵ مه نېټه ترسره شي.

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې نوملړ په دې ډول دی!

شکر دھوان «لوبډلمشر» ، پرتویو شاه ، دیوودت پډیکل ، ریتوراج ګایکواډ ، سوریاکمار یادو ، منیش پانډې ، هاردیک پانډیا ، نتیش رانا ، ایشان کیشن ، سنجو سیمسن ، یوزویندرا چاهل ، راهول چهر ، گوتهم ، کرونال پانډیا ، کلدیپ یادو ، ورون چکرورتی ، بھوینیشور کومار «مرستیال لوبډلمشر» ، دیپک چهار ، نویدیپ سیني او چیتان سکاریه

.همدارنګه د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ټولي ٤٤ ټیسټ لوبي ترسره شوي چي په یادو ٤٤ ټیسټ لوبو کې يي ٢٠ لوبي هندوستان کرکټ ملي لوبډلې کټلي او ٧ لوبي بیا سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې کټلي دي.همدارنګه ١٧ لوبي يي بیا ډرا شوي هم دي.

د یادو لوبډلو ترمنځ همدارنګه ١٦٥ یورځیني لوبي هم ترسره شوي چي ٩١ لوبي هندوستان کټلي او ٥٦ لوبي يي سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي کټلي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ