د اسلام اباد یونایتید ستره بریا

کریکبال وېبپاڼه / د اسلام اباد یونایتید ستره بریا

د پاکستان سوداګریزو کرکټ یا پي ایس ایل لیګ لوبو په دوام اتلسمه لوبه د جمعې په ماخستن د اته نیمې بجې پیل شوه.

کوېټې لوبډلې په شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د جېک وېترالډ د ۴۳ منډو په مرسته ۱۳۳ منډې وکړې او اسلام اباد یونایټېډ ته یې ۱۳۴ منډې هدف ورکړ.

د اسلام اباد لپاره حسن علي، محمد وسیم او محمد موسی دوه، دوه وېکټې ترلاسه کړې.

کوېټې لوبډلې په شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د جېک وېترالډ د ۴۳ منډو په مرسته ۱۳۳ منډې وکړې او اسلام اباد یونایټېډ ته یې ۱۳۴ منډې هدف ورکړ.

د اسلام اباد لپاره حسن علي، محمد وسیم او محمد موسی دوه، دوه وېکټې ترلاسه کړې.

اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې یاد هدف په لسم اوور کې پرته له کومې وېکټې له سوځېدلو پوره کړ او کوېټې ته یې په ۱۰ وېکټو او لسو کې يي اورونو ماته ورکړه.

عثمان خواجه ۴۱ ناسوځېدلې منډې او کولېن منرو ۹۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

کولېن منرو د لوبې غوره لوبغاړی شو.

په دواړو لوبډلو کې هیڅ افغان لوبغاړی نه و، که څه هم ظاهرخان پکتین د کوېټې لوبډلې پېرلی؛ خو یوولس کسیز سکواډ کې نه و.

اسلام اباد د دې لوبې په ګټلو سره خپلې نومرې شپږو ته پورته کړې او د نومرو په جدول کې یې درېیم ځای ونیو.

نن ماخستن اته نیمې بجې پېښور زلمي د کوېټې پر وړاندې د لیګ ۱۹ مه لوبه کوي.

د راشدخان دې لوبه د یکشنبې په مازیګر پنځه نیمې بجې او د ګربز دې لوبه د یکشنبې په ماختسن لس نیمې بجې ده.

لاهور قلندرز لوبډلې په ۶ لوبو کې ۵ ګټلي او لس نومرې لري، کراچي کېنګز ۶ لوبو کې ۳ ګټلي او ۶ نومرې لري، اسلام اباد یونایټېډ پنځه لوبو کې ۳ ګټلي او ۶ نومرې لري، پېښورزلمي شپږ لوبو کې ۳ ګټلي ۶ نومرې لري، ملتان سلطان شپږ لوبو کې دوه ګټلي او څلور نومرې لري او کوېټې پنځه لوبو کې یوه ګټلې او دوه نومرې لري.

د پاکستان یاد لیګ د جون په ۲۴ مه پای ته رسېږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ