شکیب الحسن د دري لوبو ترڅنګ جریمه شوي هم دي.

کریکبال وېبپاڼه / د بنګله‌دېش پیاوړي الراونډر شکېب الحسن د جمعې په ورځ د بنګله‌دېش په داخلي ډیویژن لیګ لوبو کې د اېل بي ډبلیو اپیل څخه وروسته غوسه شو، وېکټې یې لومړی په لغته ووهلې او بیا یې راوویستې او په ځمکه یې وویشتې.

د شنبې په ورځ د جون په دولسمه د بنګله‌دېش کرکټ بورډ پرېکړه وکړه، چې شکېب الحسن به په درېیوو لوبو کې د لوبېدو اجازه ونه لري او هم به پنځه لکه بنګله‌دېشۍ ټاکه جرمانه ورکړي.

شنبې په ورځ د جون په دولسمه د بنګله‌دېش کرکټ بورډ پرېکړه وکړه، چې شکېب الحسن به په درېیوو لوبو کې د لوبېدو اجازه ونه لري او هم به پنځه لکه بنګله‌دېشۍ ټاکه جرمانه ورکړي.

د محمدان کرکټ کلب چارواکو ویلي، چې په هغه د څلورو لوبو د بندیز خبره وشوه، خو بالاخره په درېیوو لوبو د بندیز لګولو سره سلا شول.

د ډاکې د کرکټ کمېټې مشر قاضي انعام ویلي، چې دا درېیمه درجه تېروتنه یا ګُناه وه.

د شکېب الحسن د تېرې جمعې ورځې د ګُناه په تړاو د بنګله‌دېش د کرکټ بورډ او ځېنو نورو ورزشي چارواکو د څېړنې غوښتنه کړې وه او بالاخره رنګ یې راوړ.

شکېب الحسن د محمدان سپورټېنګ کلب لوبډلمشر و او د ارچ رایول اباني لوبډلې پر وړاندې یې غوسه راپارېدلې وه.

نوموړي د دې سربېره د بنګله‌دېش د کرکټ بورډ ډایرېکټر محمود سره هم لفظي شخړه کړې وه.

هغه له پېښې وروسته هڅه وکړه، چې مشکل حل کړي او وروسته یې بیا د کرکټ له لوبغاړو، لوبڅارانو او ټولو مینوالو بښنه وغوښته او دعایې وکړه، چې له خدای هیله کوي، بیا ترې داسې کړنه تکرار نشي.

هغه له پېښې وروسته هڅه وکړه، چې مشکل حل کړي او وروسته یې بیا د کرکټ له لوبغاړو، لوبڅارانو او ټولو مینوالو بښنه وغوښته او دعایې وکړه، چې له خدای هیله کوي، بیا ترې داسې کړنه تکرار نشي.

شکېب د جون په څلورمه هم د تمرین پرمهال له بالرانو سره لانجه کړې وه او دا یې دویم ځل و، چې ستونزه یې جوړه کړه.

شکیب الحسن په ۲۰۱۹م کې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د دوو کلونو لپاره بندیز سره مخ شوی.

نوموړی په کرکټ کې په مالي فساد کې ښکېل شوی و.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ