انګلستان نږدي اوه کاله وروسته پخپل کور کې ماتې وخوړه

کریکبال وېبپاڼه / انګلستان نږدي اوه کاله وروسته پخپل کور کې ماتې وخوړه

د انګلينډ لوبډله چې دا مهال د يوورځنيو او شل اوریزه لوبو يوه بهترينه لوبډله ده، په ټيسټ لوبو کې هم خورا ښې لوبې کوي او په تېرو اوه کلونو کې يې پخپل کور کې د ټيسټ لوبو سيريز نه وو بايللی.

په اتو ويکټو ویکټو د نيوزيلينډ له لوري انګلینډ ته ماتې ورکول که له یوې خوا د انګلینډۍ لوبډلې د بریاو لړۍ ته د پای ټکی کیښود، له بلې خوا نیوزیلینډۍ لوبډلې ته چې یوازې د ګوتو په شمار ورځې وروسته به د هند په وړاندې د ټیسټ اتلولیو پایلوبه ولري، خورا مهمه او اړینه بریا ګڼل کیږي.

نیوزیلینډ داسې مهال کوربه انګلینډ ته په لوی توپیر ماتې ورکړه چې د کپتان ویلیمسن په ګډون یې څو مهم لوبغاړي د ټپونو او د ټيسټ اتلولیو پایلوبې ته د ارام له امله د انګلینډ په وړاندې دوهمه ټیسټ لوبه کې ونه ولوبیدل.

یاده دې وي چې انګلینډ د وروستي ځل لپاره د ۲۰۱۴ کال په جون مياشت کې پخپل کوربه‌توب د ټيسټ سياليو سيريز سرېلانکا ته بايللې وو او له هغې وروسته هيڅ لوبډله نه وه توانيدلې چې د انګلینډ څخه په انګلینډ کې د ټيسټ لوبو سيريز وګټي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ